Pushto CSS Paper 2010

FEDERAL PUBLIC SERVICE COMMISSION
COMPETITIVE EXAMINATION-2010
FOR RECRUITMENT TO POSTS IN BS-17
UNDER THE FEDERAL GOVERNMENT

PUSHTO

TIME ALLOWED THREE HOURS
PART-I(MCQS) MAXIMUM 30 MINUTES
PART-I (MCQS) MAXIMUM MARKS = 20
PART-II MAXIMUM MARKS = 80

NOTE (i) Part-II is to be attempted on the separate Answer Book.
(ii) Attempt ONLY FOUR questions from PART-II. Answer must be written in the respective language except where specified in the Question paper. All questions carry equal marks.
(iii) All the parts (if any) of each Question must be attempted at one place instead of at different places.
(iv) Candidate must write Q. No. in the Answer Book in accordance with Q. No. in the Q.Paper.
(v) No Page/Space be left blank between the answers. All the blank pages of the Answer Book must be crossed.
(vi) Extra attempt of any question or any part of the attempted question will not be considered.
PART – I

Part – I (MCQs) (Compulsory)
Q. 1. Select the best Options/Answer and fill in the appropriate box on the Answer Sheet (1 x 20 = 20)

(۱) خوشحال خان د … په دور کښې ګرفتار شوی ؤو. (بابر، شاه جهان، اورنګ زېب)
(۲) د مرزا خان اصلي نوم … ؤو. (الف خان، بصير خان، فتح خان)
(۳) اورنګ زېب په … کښې وفات شو. (۱۷۱۵ء، ۱۷۲۵ء، ۱۷۳۵ء)
(۴) بايزيد انصاري په … کښې پيدا شو. (اجمير شريف، جالندهر، امرتسر)
(۵) د روشنيا تحريک باني … ؤو. (اخوند دروېزه، پير بابا، بايزيد انصاري)
(۶) د ډيورنډ لائن معاهده په … کښې دستخط شوه.(پېښور، کابل، قندهار)
(۷) رنجيت سينګ جون … کښې مړ شو. (۱۸۱۹ء، ۱۸۲۹ء، ۱۹۳۹ء)
(۸) د بايزيد انصاري د پلار نوم … وو. (عبدالرحمان، عبدالله، عبدالرحيم)
(۹) د اسلاميه کالج پېښور بنياد په … کښې سر صاحبزاده عبدالقيوم ايښودی وو. (۱۹۱۳ء، ۱۹۲۳ء، ۱۹۳۳ء)
(۱۰) ډاکټر خان صاحب په … کښې اتمان زئي چارسده کښې پيدا شو. (۱۸۷۳ء، ۱۸۸۳ء، ۱۸۹۳ء)
(۱۱) “درې يتيمان” نوم ډرامه … ليکلې ده. (عبدالخالق خليق، عبدالکريم مظلوم، عبدالاکبرخان اکبر)
(۱۲) د پښتو “درد” ډرامه … ليکلې ده. (امير نواز جليا، عبدالخالق خليق، عبدالاکبر خان اکبر)
(۱۳) ګورګټړي د يو … نوم دی. (ګرجا، ګورودواره، مندر)
(۱۴) امير حمزه خان شينواری په … کښې پيدا شوی وو. (جمرود، باړه، لوارګۍ)
(۱۵) … انګرېزانو په پاره چنار باندې قبضه اوکړه. (۱۸۵۹ء، ۱۸۶۹ء، ۱۸۷۹ء)
(۱۶) د بايزيد مور او پلار د … اوسېدونکي وو چې د محسود علاقه ده. (لدها، کاني ګُورم، واڼا)
(۱۷) د جولائي ۱۴۳۱ء کښې د … د اتلسو کالو په عمر کښې اولنی وادۀ اوشو. (عبدالحميد، خوشحال خان، مرزا انصاري)
(۱۸) د خټکو او د اکا خېلو د “بلړناله” سره سخته جګړه اوشوه او په کښې … زخمي شو. او په پينځمه ورځ پس مړ شو. (شهباز خان، بهادر خان، بهاکو خان)
(۱۹) ايمل خان يو پيدائشي جرنيل وو. هغه په ذات … وو. (افريدي، شينواري، مومند)
(۲۰) جون … د خوشحال خان پيرومرشد کاکا صاحب وفات شو. (۱۶۵۳ء، ۱۶۶۳ء، ۱۶۷۳ء)

PART-II

سوال نمبر 2 (a) د لانديني ورکړي شوي انګرېزي عبارت په ادبي پښتو کښې ترجمه اوکړئ. (14)

Among Afridis or Wazirs a transaction of this sort would have impossible. No Malik, or group of maliks, among those tribes would dream of making such a promise except as a lure and with the intention of breaking it. The Yousafzais, and the Khataks too, are men of firmer purpose; if they think an ultimate interest demands it, and still more if Pakhtu nang will be involved, they can be relied on to be more than time servers. It is a fine picture – the old grey-beard, his single eye flashing, waving his one arm-seeing the things through against all odds for the sake of the word that had been given.

(b) د لاندينو نه صرف د درېو په پښتو کښې ترجمه اوکړئ. (2 each)(06)

(i) Rise from the ashes.
(ii) To dig one’s own grave.
(iii) Great men have great ideas.
(iv) Experience is the best teacher.
(v) A rotten sheep infects the whole flock.
(vi) Necessity knows no law.

سوال نمبر 3 (a) د لانديني پښتو عبارت په معياري انګرېزۍ کښې ترجمه اوکړئ.(14)

ولې د دې په مقابله کښې علوم اؤ فنون د عقل سره تعلق لري. هم دا وجه ده چې فلسفي د پيغمبرۍ درجې ته نۀ دې رسېدلی. د هغه منونکی د هغه خبره مني ولې عمل پرې نۀ هغه کوي اؤ نۀ د هغه شاګردان. که يو لوړ نه لوړ سائنسدان ولې نۀ وي اؤ هر څومره د اوچتې درجې ايجادونه ولې نۀ وي کړي. ولې هغه عزت اؤ عقيدت يې خلق نه کوي چې د يو پيغمبر يا صوفي چې کوي د يو شاعر يا اديب کېږي. ځکه چې د دوئي وينا د ټولو نه اول جذبات متاچره کوي اؤ بيا دغه جذبات کار سرته رسولو د پاره په عقل باندې لار هواره کړي.

(b) د پښتو د لاندينو متلونو نه د دريو متلونو په انګرېزۍ کښې ترجمه اوکړئ. (each 02) (06)

1. چې واده تېر شي نو نکريځې په دېوال اوتپه
2. خر پلار کړه مطلب پرې بار کړه
3. خدايا لوئي اؤ عظمت راکړې خو د کبر اؤ ظلم طاقت را نکړې
4. اوس خبره په اباسين ورګډه شوه
5. چې اوږه نۀ خوري بوئي ترې نه ځي
6. چې نۀ کوي محبوب څۀ به اوکړي سلطان محمود

سوال نمبر 4 پښتون وګړي خوشحال خان خټک “د تورې اؤ د قلم” د خاوند په نوم يادوي. د هغوئي شخصيت سره دا نسبت تر کومه حده جوړښت خوري؟ خپل دلائل وړاندې کړئ. (20)
سوال نمبر 5 رحمان بابا د پښتون فکر ته د دې مادي دنيا نه علاوه د روحاني دنيا لارې هم ښائېلي. جواب په اشعارو ښائسته کړئ. (20)
سوال نمبر 6 پښتانه شاعران امير حمزه خان شنواري ته “اميرالمتغزل” وائي. ستاسو څۀ خيال دی؟ بحث پرې اوکړئ. (20)
سوال نمبر 7 پښتو کښې د ډرامې ابتدا څنګه اوشوه؟ اؤ تر اوسه پورې دې څنګه د ترقۍ منازل ترسره کړل؟. (20)
سوال نمبر 8 عبدالقادر خان خټک په اخلاقي شاعرۍ باندې يو ښکلی مضمون اوليکئ (20)
1,158 Views