Pushto CSS Paper 2004

FEDERAL PUBLIC SERVICE COMMISSION
COMPETITIVE EXAMINATION – 2004
FOR RECRUITMENT TO POSTS IN BS-17
UNDER THE FEDERAL GOVERNMENT
PUSHTO
TIME ALLOWED THREE HOURS
PART-I(MCQS) MAXIMUM 30 MINUTES
PART-I (MCQS) MAXIMUM MARKS = 20
PART-II MAXIMUM MARKS = 80
NOTE (i) Part-II is to be attempted on the separate Answer Book.
(ii) Attempt ONLY FOUR questions from PART-II. Answer must be written in the respective language except where specified in the Question paper. All questions carry equal marks.
(iii) All the parts (if any) of each Question must be attempted at one place instead of at different places.
(iv) Candidate must write Q. No. in the Answer Book in accordance with Q. No. in the Q.Paper.
(v) No Page/Space be left blank between the answers. All the blank pages of the Answer Book must be crossed.
(vi) Extra attempt of any question or any part of the attempted question will not be considered.
PART – I
نوټ: وړومبی سوال لازمي دی. د باقي سوالونو نه د خپلې خوښې د څلورو سوالونو جواب وليکئ. د سوالونو نمبرې برابرې دي.
۱. په بريکټ کښې د ورکړو شوؤ ټکو نه درست ټکي په خالي ځايونو کښې ولګوئ.
(۱) د روښانيانو د شاعرئ موضوع … دی. (روحانيت، عشق، تصوف)
(۲) خوشحال د پنځو سوو ملګرو په مدد د … قلعه وهلې وه. (ډورې، تاراګر، کواټ)
(۳) خوشحال يو … شاعر وو. (درباري، لالچي، انقلابي)
(۴) فضل نامه يو … کتاب دی. (ديني، تاريخي، قصصي)
(۵) د ګلدستې ترجمه … کړې ده. (مولانا عبدالقادر، شېخ عبدالقادر، عبدالقادر خټک)
(۶) کاظم خان شېدا په … کښې مړ شوی وو. (ډيلي، اکوړي، رام پور)
(۷) رحمان بابا د … بد وئيلي دي. (بهادر شاه ظفر، اورنګزېب، احمد شاه ابدالي)
(۸) حميد ماشووال په … شاعر مشهور دی. (ترقي پسند، موشګاف، قصيده ګو)
(۹) د راحت زاخېلي د ناول نوم … دی. (بنزی، نتيجه عشق، پېغله(
(۱۰) شهيده سکينه يوه … ده. (درامه، افسانه، روماني قيصه)
(۱۱) اسوېلۍ د … کلام مجموعه ده. (کاظم خان شېدا، فريحان شېدا، فضلِ حق شېدا)
(۱۲) مامونئ د … ناول دی. (شېرزمان طائزی، سيد رسول رسا، نور محمد تره کئ)
(۱۳) ځيګر خون د … د کلام مجموعه ده. (ايوب صابر، اشرف مفتون، حمزه شينواري)
(۱۴) د توحيد ترنګ … ليکلی دی. (سمندرٓ، رسآ، حمزهٓ)
(۱۵) د ازادۍ تلاش … ليکلی دی. (مياں اکبر شاه، مياں سيد رسول رسآ، مياں عطا)
(۱۶) د “مينې غېږ” د … کلام مجموعه ده. (مجذوب، طاهر کلاچوي، رحمت الله دردٓ)
(۱۷) د بالِ جبريل ترجمه د پلوشې په نوم … کړې ده. (عبدالله جان اسير، عبدالباري اسير، اسير منګل)
(۱۸) دُردانې د … مجموعه ده. (تنقيدي مضامينو، شعرونو، متلونو)
(۱۹) ښکلي چې پيدا دي خو ديدار لره کنه. (خوشحال، رحمان، حميدماشووال)
(۲۰) شايد چه په اُلفت کښې هم افغان پاتي کيدم. (رسآ، پري شان خټک، حمزهٓ)
PART-II
سوال نمبر 2 (a) د لانديني ورکړي شوي انګرېزي عبارت په ادبي پښتو کښې ترجمه اوکړئ. (14)
(a) Time gives no special consideration and concession to any individual or society. Those who capture the spirit of creation and change, know what to do, how to do, and when to do? They subjugate time. Those who are otherwise, are subjugated by time. They are people who learn and conquer. Those are people who do not learn and are trampled upon by others. Their affliction serves as a warning to those who follow them.
Moreover, it is not the knowledge of natural law alone that leads man to the abode of reality. Development of spiritual faculties is also needed; otherwise, our understanding of the world we live in will not be sound.
(b) د لاندينو نه صرف د درېو په پښتو کښې ترجمه اوکړئ. (2 each)(06)
(i) All the sixes and sevens
(ii) Snake in the grass
(iii) Weal and Woe
(iv) To make a clean breast
(v) To harp on the same string
(vi) To pocket an insult
سوال نمبر 3 (a) د لانديني پښتو عبارت په معياري انګرېزۍ کښې ترجمه اوکړئ.(14)
پښتو يوه ډېره پخوانئ ژبه ده. د دې تاريخ جرړې په لرې ماضي کښې ژورې لاړې دي خو د افسوس خبره دا ده چه د خپل قدامت په اندازه د دې قد و قامت هغه هومره وده نه ده کړې بلکه ګراف يې مخ په ښکته روان دی. د دغه جمود ګڼ اسباب دي. ړومبی سبب يې دا دی چې لوستي پښتانه د پښتو په ځائې په نورو ژبو کښې خبرې کول خپله سر لوړی ګڼي. دويم سبب يې دا دی چې د پښتو ژبې د ترقۍ د پاره چې کومې ادارې جوړې شوې دي دغه ادارې په قامي جذبې سره خپل فرائض نه تر سره کوي. دريم سبب يې دا دی چې کوم خلق چې د پښتو په برکت د اقتدار ماڼيو ته ورشي هغوئي بيا مصلحتا پښتو ته شا کړي. دغه وجه ده چې پښتو په قول د خوشحال لا هغسې بکره پرته ده.
(b) د پښتو د لاندينو متلونو نه د دريو متلونو په انګرېزۍ کښې ترجمه اوکړئ. (each 02) (06)
1. د کلي اوزه خو د نرخه مه اوزه
2. که چرګ بانګ اونه وائي ګوندې سبا به نه شي
3. چې څوک اوښان ساتي نو دروازې لوئې جوړوي
4. چې څوک د کور بائده لري نو پيشوګان نه تلي
5. چې زما له سره تېره خدايه مه کړې دنيا ډېره
6. خوشحاله خټکه! په درونو درنه په سپکو سپکه
سوال نمبر 4 د خوشحال خټک شاعري په مثال د سمندر ده چې هر رنګ لري, ستاسو په کښې کوم رنګ خوښ دی او ولې؟ (20)
سوال نمبر 5 د ميان سيد رسول رسا يا د حمزه شنواري د شاعرۍ خصوصيات بيان کړئ (20)
سوال نمبر 6 اليکټرانک ميډيا چې پښتني ثقافت په کوم رنګ کښې پېش کوي تاسو په دې باب کښې څه رائې لرئ؟ (20)
سوال نمبر 7 په پښتو کښې د افسانې د سفر تنقيدي جائزه واخلئ (20)
سوال نمبر 8 د پښتو ټپې په رزميه, ثقافتي او جمالياتي اړخونو رڼا واچوئ (20)
964 Views